پاکستان: سني ملايانو د قاديانيانو يو پخوانی مسجد نړولی

(کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۵) د پاکستان د پنجاب ايالت په سيالکوټ سيمه کې د سني ملايانو يوې قهرېدلې ډلې د قاديانيانو يو پخوانی مسجد نړولی دی.

ځايي اوسېدونکو ويلي، چې سلګونه کسانو په سيالکوټ کې د احمديانو په يوه مسجد د شپې له خوا هجوم وروړی د مسجد ديوالونه، منارې او ګونبدې يې نړولي دي.

قاديانيان د پاکستان په ډيری سيمو کې شته د دغې هېواد په پوځ او ادارو کې هم شتون لري خو د پاکستان د قانون له مخې احمديان يا قاديانيان ځان ته مسلمانان نه شي ويلی او نه هم د اسلام او مسلمانانو اړوند د نښو کارولو اجازه لري.

د احمدي ډلې يوه وياند صلاح الدين رسنيو ته ويلي، دا يرغل د سيمه ييز حکومت او يرغلګرو په هماهنګۍ ترسره شوی دی.

خو د پنجاب حکومت دا تورونه رد کړي او د پېښې د پلټنې ژمنه يې کړې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پېښې غندنه کړې او د پنجاب له حکومت يې غوښتي چې په پېښې کې ککړ کسان دې ونيول شوي او د ټولو مذهبي لګیو لپاره دې امنيت خوندي کړل شي.

x

Check Also

طالبانو د درې ورځني اوربند د ختمېدو اعلان وکړ.

(طالب نیوز): طالبانو د یوې اعلامیې په صادرولو سره ویلي چې درې ...