افغانستان

د نیمروز له محبس نه ۸۳ بندیان آزاد شول

(محصلین):

په افغانستان کې د کمونیستي رژیم پر وړاندې د مجاهدینو د بریا د ۲۶ مې کلیزې(ثور ۸مې) په مناسبت د ولسمشر د فرمان مطابق د نیمروز ولایت له محبس نه ۸۳ تنه زندانیان آزاد شول.
د نیمروز ولایت له مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغو زندانیانو د خلاصون په غونډه کې د والي انجینر محمدسمیع په ګډون یو شمېر نورو ولایتي چارواکو او څارنوالانو برخه اخیستې وه.
د خبرپاڼې ترمخه د ثور ۸ مې په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې د نیمروز له زندان څخه ۸۳ تنه زندانیان خوشې شوي او د ۲۶ نورو بندیانو د بند موده کې تخفیف راغلی دی.
د سرچینې په خبره په خوشې شوو بندیانو کې زیاتره د مخدره موادو قاچاقبران او جنايي مجرمین دي، چې د بیا جرم نه کولو ژمنې ترې اخیستل شوي دي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د څېړنې په اساس د زندانیانو حقونو ته د نه پاملرنې له امله افغانستان په نړۍ کې تر انګولا او کانګو وروسته درېیم بدترین هېواد دی، چیرته چې زندانیان له خپلو اساسي حقوقو هم محروم دي.