وسله والو د سړک جوړونې د کمپنۍ څلور کارکوونکي وژلي دي

(سپوږمۍ راډیو):

وسله والو د سړک جوړونې د کمپنۍ څلور کارکوونکي وژلي دي

په هرات کې سړک جوړونې د یوې کمپنۍ څلور کارکوونکي وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا لس بجې د شینډنډ په زوري ها سیمه کې وسله والو د سړک جوړولو د یوې کمپنۍ پر کارکوونکو برید کړی دی. په دغه برید کې څلور کارګران وژل شوي دي. د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده هم پېښه تایید کړې ده. دده په وینا ناپېژانده وسله والو د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر دغو کسانو برید کړی دی او دوی یې وژلي دي. نوموړي په دې اړه نور جزیات ور نه کړل. د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی. عیني شاهدان وايي چې بریدګر په سراچه موټر کې سپاره وو او پر کارګرانو یې هغه مهال برید وکړ، چې دوی د سړک پر جوړولو لګیا وو. .

 

x

Check Also

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه روانه ده

(کلید راډیو): د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ...