ننګرهار كې د هيرويينو دوه فابريكې له منځه وړل شوي

(کلید راډیو):

د ننګرهار پوليس وايي، د کورنيو چارو وزارت اړوند د نشه يي توکو په ضد د مبارزې معينيت ځانګړو ځواکونو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د هيرويينو دوه فابريكې له منځه وړې دي.
د ننګرهار د پوليسو وياند حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، دا فابريكې تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ په مربوطاتو كې د عملياتو په مهال له منځه وړل شوې دي.
د نوموړي په خبره، په دغو عملياتو کې د يادو فابريكو مالکان نيول شوي دي.
مشرقيوال زياته كړه، تېره شپه د ننګرهار د هوايي ډګر امنيتي ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ کچرۍ سيمه كې د داعش وسله والو پر پټنځايونو توپچي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې دوه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په ترسره شوو عملياتو او توپچي بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

The post ننګرهار كې د هيرويينو دوه فابريكې له منځه وړل شوي appeared first on pashto.

x

Check Also

پخواني طالب چارواکي او شنونکي: وروستي درې ورځني اوربند تر حکومت طالبانو ته ډېره ګټه وکړه

(ویسا ورځپاڼه): د اختر په ورځو کې د طالبانو اوربند د دوی ...