خبرونه

ټرمپ: له افغانستانه د پوځيانو د ويستلو تړون له ننګونو سره مخ کېدای شي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، له طالبانو سره د سولې خبرې ښې روانې دي، خو دی په دې باوري نه دی، چې دغه خبرې به بريالۍ شي او د ټولو پوځيانو د ویستلو هوکړې ته به ورسيږي.

ټرمپ نن په سپينه ماڼۍ کې د رومانيه ولسمشر سره په ګډه خبرغونډه کې وويل: «زه باوري نه يم، چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د ويستلو تړون به ده او يا هم طالبانو ته د منلو وړ وي که نه؟»

خبريالانو له ولسمشر ټرمپ څخه وپوښتل، چې د سولې خبرو په اړه پر طالبانو باور کېدای شي؟

ټرمپ يې په ځواب کې وويل، پر هېچا باور نه شي کېدای شي.

د امریکا ولسمشر زیاته، چې د سولې خبرې به روانې وي، د افغانستان جګړه پای ته رسوي، خو ټينګار کوي، چې افغانستان د ترهګرۍ پوهنتون دی او بايد هلته خپل استخباراتي ځواک پرېږدي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */