خبرپاڼې

د افغانستان او اسټرالیا د دیپلوماتیکو اړیکو پنځوسمه کالیزه په ارګ کې ونمانځل شوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازیګر د افغانستان او اسټرالیا د دیپلوماتیکو اړیکو پنځوسمې کالیزې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې چې لومړۍ مېرمن او د مشرانو جرګې رئیس هم حضور درلود، لومړی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان پخپلو خبرو کې وویل، نن اسټرالیا د افغانستان یو له مهمو او پایداره شریکانو څخه دی او موږ به په مختلفو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین، اقتصادي او سوداګریزو او ولسي اړیکو په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړو.

وروسته په افغانستان کې د اسټرالیا سفیر جییف تود پخپلو خبرو کې جمهوررئیس او د افغانستان ملت ته د هیواد د خپلواکۍ سلمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، نن موږ د دیپلوماتیکو اړیکو پنځوسمه کالیزه نمانځو، خو د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو مخینه له یوې نیمې پېړۍ اوړي.

هغه وویل، اسټرالیا غواړي د کانونو، کرنې، سوداګرۍ او روغتیا په برخو کې له افغانستان سره له نږدې او لا زیاتې همکارۍ ولري.

وروسته د اسټرالیا د پارلمان غړي اندریو والاس چې د یوه پارلماني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، د افغانستان او اسټرالیا د اړیکو تاریخي مخنیې په اړه پخپلو خبرو کې وویل، تېره اونۍ د افغانستان او اسټرالیا د دیپلوماتیکو اړیکو د پنځوسمې کالیزې په مناسبت د اسټرالیا په یوه ښار کې د عکسونو نندارتون جوړ شوی و.

هغه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې د خپل هیواد د سرتېرو یادونه وکړه او وې ویل، اسټرالیا په تېرو ۱۸ کلونو کې له افغانستان سره ۱.۴ میلیارد ډالر مرسته کړې او هیله لرم دغه هیواد دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي.   

وروسته جمهوررئیس غني پخپلو خبرو کې د افغانستان او اسټرالیا د دیپلوماتیکو اړیکو د پنځوسمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د بودجې، پوهنې، روغتیا، ټکنالوژۍ او په ځانګړي ډول بشري پانګې په برخو کې له افغانستان سره د اسټرالیا مرستې مهمې وې.

جمهوررئیس وویل، د اندریو والاس په مشرۍ د اسټرالیا د پارلماني پلاوي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو نږدیکت ښیي.

د هېواد جمهوررئیس همداراز د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د خدمت مننه وکړه او د هغو ۳۴ اسټرالیایانو د کورنیو ستاینه یې وکړه چې له ترورېزم سره په ګډه مبارزه کې قرباني شوي دي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */