افغانستان

بګرام: د بهرنيانو په تر ټولو ستر پوځي مرکز او هوايي ډګر توغنديز بريدونه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳۱)

د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو پوځيانو په تر ټولو ستر پوځي مرکز او هوايي ډګر د طالبانو له خوا توغنديز بریدونه ترسره شوي دي.

طالبانو ويلي، چې پر یاده هوايي اډه يې تيره شپه دوه ځلې توغنديز بريدونه کړي چې بهرنيانو ته يې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه لیکي، (تیره شپه دوه ځلې د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لویه ځاله ده، توغندیز بریدونه وشول. اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي).

د بګرام ولسوالۍ امنيتي سرچينې هم تاييدوي چې تيره شپه د بګرام د هوايي ډګر په مربوطاتو کې توغنديز لګيدلي خو په دې اړه يې له ډيرو جزياتو ورکولو ډډه کړې.

طالبان وخت ناوخت د بګرام هوايي ډګر په ګډون د هيواد په بیلابيلو برخو کې د بهرنيانو پوځې اډې تر توغنديزو بريدونو لاندې نيسي چې هغوی ته پکې تلفات اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې دغه تلفات نه رسنيز کوي.

په داسې حال کې پر بګرام هوايي ډګر د توغنديزو بريدونو خبر ورکول کيږي چې همدا تيره ورځ په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وويل، چې دوه امریکايي عسکر يې په يوه پيښه کې وژل شوي دي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */