افغانستان

کونړ: پاکستان یوازې پر شلتن ولسوالۍ ۷۲۰ توغندي توغولي

عزم(پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د کونړ چارواکي وايي، په تېرو ۷ ورځو کې د پاکستان له لوري د کونړ پر شلتن ولسوالۍ ۷۲۰ توغندي توغول شوي دي، چې ګڼو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، د پاکستانیو ځواکونو د توپونو ډزې اوس هم د شلتن په ولسوالۍ روانې دي.
دی وايي، پاکستانیو پوځیانو د دې ولایت د شلتن ولسوالۍ پر غرنیو سیمو د توپونو سلګونه مرمۍ ویشتې دي.
د میرزکوال په خبره، د پاکستان د اوسنیو تحرکاتو په اړه یې کابل ته خبر ورکړی دی، خو تراوسه یې کوم ځواب ترلاسه کړی نه دی.
پاکستان له تېرو ۹ کلونو راهیسې د کونړ پر بېلابېلو ولسوالیو توغندي توغوي، چې ګڼو خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه  اړولي دي.
تېر کال د پاکستان د توغندیو له لاسه د دانګام، اسمار، شلتن او ماڼوګي ولسوالیو زرګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې وې.
پاکستان د کونړ سربېره د ننګرهار پر لالپوره ولسوالۍ هم وخت ناوخت توغندي راتوغوي، خو افغان چارواکي یې پر وړاندې سپوڼ نه باسي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */