افغانستان

طالب ویاند: فاریاب کې څلور امریکايي او شپږ کومانډو عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳۱)

د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې پرون د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ نښته شوې چې پکې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت پرون ناوخته اعلان وکړ، چې افغانستان کې يې دوه امریکايي پوځيان په يوه پيښه کې وژل شوي دي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال ويلي، چې دغه پوځيان فارياب کې د طالبانو سره د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

خو طالب وياند قاري یوسف احمدي تازه په خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې فارياب کې د جګړې پر مهال څلور امریکايي او شپږ کومانډو عسکر وژل شوي دي.

د احمدي په وينا، دفاریاب المارولسوالۍپه قره غویلي سیمه کې د دښمن تعرض ناکام شوجګړه چي ترپرون غرمې یې دوام وکړ د۲ماین پالوسپیوپه شمول۴تنه امریکایي عسکراو۶کمانډوعسکرووژل شول ګڼ شمیرژوبل شول اوله سیمې وتښتیدل“.

نوموړی زياتوي د بيرته تيښتې پر مهال ګډو ځواکونو بمبار کړی چې څلور سرايونه يې ویجاړ کړي په خبره يې په دغه نښته او بمبار کې طالبانو ته تلفات نه دي اوښتي.

په افغانستان کې وخت ناوخت بهرنيو ځواکونو ته د طالبانو په بريدونو، چاودنو او سرتيرو بريدونو کې  تلفات زیات اوړي خو هغوی يې د خپلې پاليسۍ له مخې يا نه اعلانوي او یا يې ډير کم اعلانوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */