افغانستان

البانیايي بېړۍ ۳۶ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي

البانیايي بېړۍ ۳۶ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي

د البانیا دفاع وزیره وایي چې د البانیا یوې بېړۍ په ایجه سمندرګي کې ۳۶ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي. د البانیا ددفاع وزیرې اولتا شاکا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو په مرسته د البانیا بېړۍ ۱۹ افغان ماشومان، اته مېرمنې او نهه نارینه چې غوښتل‌یې د یونان لور ته واوړي، له ډوبېدو وژغورل او سیمه ییزو چارواکو ته‌ یې وسپارل. د نوموړې په وینا ددغه کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی او چا ته ستونزه نه ده جوړه شوې. په وروستیو څو کلونو کې د یونان له لارې اروپايي هېوادونو ته د تلونکو افغان کډوالو شمېر ډېر شوی دی. له دې سره هر کال پر دې لار تلونکو افغان کډوالو ته د سر او مال زیانونه هم اوړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */