افغانستان

ولسمشر غني: انتخاباتو کمیسیون د شفافو، آزادو اوعادلانه انتخاباتو لپاره ګټور تخنیکي ګامونه پورته کړي

ولسمشر محمد اشرف غني
چارشنبه ماسخوتن په کابل کې د دارالامان ماڼۍ د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، د انتخاباتو کمیسیون د شفافو، ازادو او
عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو لپاره ګټور تخنیکي ګامونه پورته کړي، هیله ده چې د
کمیسیون مسولین په دې اړه  له ملت سره نور جزئیات هم شریک کړي.

ولسمشر
هغې غونډې ته چې د افغانستان د سلمې کلیزې د نمانجې په موخه جوړه شوې وه ویلی چې افغانستان ته به سوله راځي او د
ولسمشرۍ ټاکنې به کېږي. هغه زیاته کړه، هغه وخت تېر شوی دی چې نورو به د افغانستان راتلونکی او برخلیک
ټاکل.

ولسمشر غني په خپلو خبرو د امریکا او
طالبانو ترمنځ د سولې روانو مذاکراتو ته په اشاري وویل:

” افغان حکومت د دې خبرو له ټولو جزئیاتو خبر دی، خو تر اوسه ځکه غلی
دی چې له طالبانو سره دافغان حکومت مخامخ خبرې نه دي پیل شوي”.

ښاغلي غني زیاته کړه چې سوله به په نیمه شپه او په پټه نه راځي،
بلکې په رڼا ورځ به راځي او حکومت به یې په اړه له ولس سره ټول جزئیات شریکوي.

د افغانستان ولسمشر په کابل او د هېواد په ولایتونو کې د وسله
والو د بریدونو په غبرګون کې ویلي چې، د افغانستان دښمنان په خپلو بریدونو کې عام خلک او ماشومان وژني،
او غواړي چې د افغانستان هویت له منځه یوسي، خو دوی په دې کار کې ناکامه شوي دي.

د دار الامان ماڼۍ تېر ماسختن ناوخته له بیا رغاول کېدو وروسته په رسمي توګه د ولسمشر ا و د افغانستان د
لومړۍ میرمنې رولا غني له لوري پرانیستل شوه.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */