افغانستان

کرزی: د کشمير مسئله له افغان سولې سره تړل د پاکستان تېروتنه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، د پاکستان له لوري د کشمير مسئله له افغان سولې سره تړل تېروتنه ده او پاکستان بايد داسې کار ونه کړي، چې هېڅ لوري ته يې ګټه نه وي.

حامد کرزي د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال له هند او پاکستانه غوښتي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ راتلونکې ممکنه هوکړې په اړه له احتیاطه کار واخلي او په وينا يې د افغانستان سولې روانه پروسه ډېره حساسه ده.

پخواني ولسمشر زياته کړې، پاکستان هڅه کوي، په افغان سوله کې خپل رول فعال وښيي، همدارنګه د کشمير مسئله له افغان سولې سره وتړي، په داسې حال کې، چې دواړه قضيې جلا جلا دې او له يوه بل سره اړيکې نه لري.

کرزي له هند او پاکستانه غوښتي، چې د افغانستان سولې په اړه همکاري وکړي او د دې سولې له لارې د افغانستان په شمول ټولې سيمې ته تلپاتې ثبات او کراري راشي.

کرزي دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د پاکستان يو شمېر سياستوالو او اپوزیسيون ګوندونو له حکومت څخه غوښتي وو، چې تر څو د کشمير مسئله نه وي حل شوي، پاکستان بايد د افغانستان سولې کې له امریکا سره مرسته ونه کړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */