افغانستان

ټرمپ: روسیه، هند او ایران دې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وکړي

د امریکا جمهور رییس هند، ورسیه، ایران او پاکستان په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې جګړې ته وهڅول.
د امریکا جمهور رییس له هند، پاکستان او روسیې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې خپله ونډه ډېره کړي.
نوموړي نن خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو پر پر وړاندې په جګړه کې د هند، روسیې او پاکستان ونډه کم رنګه ده.
ټرمپ زیاته کړې چې د نورو ۱۹ کلونو لپاره په افغانستان کې نه شي پاتې کېدایشي او اړتیا ده چې هند، ترکیه، روسیه، ایران او پاکستان په افغانستان کې د ترریزم پر وړاندې مبارزه وکړي.
ټرمپ تېره ورځ پخپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د امریکا د استخبارتي حضور په ساتلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه استخباراتي حضور به په یاد هېواد کې د تروریزم پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
د امریکا جمهور رییس پر داسې مهال په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په تړاو د هند، پاکستان او ورسیې پر رول ټینګار کوي، چې په پام کې ده د افغان سولې په تړاو د امریکایي چارواکو او طالب استازو تر منځ په نېږدې وخت کې د سولې هوکړه لاسلیک شي.

The post ټرمپ: روسیه، هند او ایران دې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وکړي appeared first on pashto.

%d bloggers like this:
/* ]]> */