افغانستان

افغانستان کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي

په افغانستان کې غوځ ملاتړ ماموریت ( ناټو) ځواکونو پرون
چهار شنبه ناوخته په یوه خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د دوو امریکایي
پوځیانو د وژل کېدو د خبر پخلی کړی دی.

ناټو په دغې خپره کړې اعلامیه کې ویلي:” په ۲۱ د اګست په
افغانستان کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي دي”.

په اعلامیه کې د دغو امریکایي عسکرو د وژل کېدو ځای نه دی په ډاګه شوي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د امریکا دفاع
وزارت د پالیسۍ له مخې تر ۲۴ ساعتونو پورې د وژل شوو پوځیانو هویت نه په داګه
کیږي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو رسنیو په یوه استول شوې خبر پاڼه کې ادعا
کړې چې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې یې په ځوابیه بریدونو کې ۴ امریکایي
عسکر وژلي دي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */