خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د دارالامان بیارغاول شوې ماڼۍ د پرانیستې پر مهال، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې عمومي رئیس احمد وفي امین او د دې ادارې د مرستیال عبدالرحمن عطاش کارونه، د دارالامان ماڼۍ د بیارغاونې او په ټول هېواد کې د ملي پروژو د تطبیق له امله، د دولتي نښان او مډال په ورکړې سره وستایل.

د هیواد جمهوررئیس د جلا، جلا فرمانونو له لارې احمد وفي امین ته د غازي امیر امان الله خان دولتي نښان او عبدالرحمن عطاش ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال منظور او د دارالامان ماڼۍ د پرانیستې پر مهال یې هغوی ته ورکړل.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې په هڅو او د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش د ځانګړې پاملرنې له امله دارالامان ماڼۍ له هغه څه څخه چې اټکل شوی و، په ډېر کم لګښت یانې ۹ میلیون ډالرو ورغاول شوه.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */