خبرپاڼې

جمهوررئیس د ملي امنیت منسوبینو ته: تاسو نوم ورکي سرتېري نه، د هیواد نوموتي اتلان یاست

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي امنیت عمومي ریاست له رهبري پلاوي او منسوبینو سره د یاد ریاست په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې، لومړی د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي ملي امنیت او د دې امنیتي بنسټ مسلکي کولو او پیاوړتیا ته د جمهوررئیس له پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل، پر ستونزو سربېره د جمهوررئیس امنیتي لیدلوری د دې لامل شوی چې هیواد د ثبات لور ته ولاړ شي.

هغه په دې ټینګار چې ملي امنیت اداره هڅه کوي د تروریستانو پټنځایونه لمنځه یوسي، زیاته کړه چې د ملي امنیت منسوبین هره شېبه تیار دي، ترڅو له ولسی نظام، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو دفاع وکړي.

جمهوررئیس د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د هیواد د امنیت ګډوډولو لپاره د دښمن د ذلیلو هڅو باوجودستاسو دنده د دې لامل شوې چې د ناامنیو مخه ونیول شي. تاسو نوم ورکي سرتېري نه، بلکې د هیواد نوموتي اتلان یاست.

جمهوررئیس څرګنده کړه: په تېرو اوو میاشتو کې د زیاتو ګواښونو باوجود، تاسو په قوي اراده د طالبانو او نورو تروریستي ډلو ملا ماته کړې او هیڅ تروریستي ډلې ته مو اجازه ور نه کړه چې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

جمهوررئیس وویل، زموږ خلک هیڅ تروریستي ډلې ته سر نه ټیټوي او زیاته یې کړه: تاسو د دې هیواد رښتیني بچیان یاست، دوستانو او دښمنانو ته مو ثابته کړه چې متزلزله نه یاست او د خپل هیواد ساتنه کوئ.

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان زیاته کړه، ستاسو ارادې او قدرت د دې زمینه برابره کړې، چې موږ د سیاست په ډګر کې په قاطعیت خبرې وکړو، سم تصمیم ونیسو، په تدبیر عمل وکړو او په جګړه او سیاست کې بریالي شو.

جمهوررئیس وویل، زموږ دولت د نړیوالې ټولنې یو مهم شریک دی او زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره بین المللي مرستې دوام کوي.

هغه څرګنده کړه: طالبان یوه ورانکاره ډله ده او تل هڅه کوي خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان ورسوي. په همدې اساس، دا ستاسو دنده ده ترڅو دغه ورانکاره ډله لمنځه یوسئ او هغوی ته اجازه ور نه کړئ چې هیواد او خلکو ته زیان ورسوي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ جهاد برحق جهاد دی او د سولې ټینګښت پورې، د هیواد په هره څنډه کې د دې خاورې دښمنان وځپئ.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */