ټیکنالوژي

د انډرایډ عامل سیستم د نوې بڼې نوم اعلان شو

گوگل کمپنۍ غواړي یو ځل بیا د خپل عامل سیستم – انډرایډ- نوې او پرمختللې بڼه نړیوالو کاروونکو ته وړاندې کړي. د راپورونو پر بنسټ دغه نوې بڼه به له پیاوړو نویو ځانگړنو سره وړاندې شي.

گوگل له پیل څخه د انډرایډ مختلفو بڼو باندې د خوږو خوړو نومونه ږدي، خو اوس لس کاله وروسته گوگل خپل دغه کلتور مات او د انډرایډ عامل سیستم راتلونکې بڼې ته يې نوی او مختلف نوم انتخاب کړی.

گوگل د انډرایډ عامل سیستم دغه نوې بڼه انډرایډ۱۰ نومولې.

گوگل کمپنۍ په خپل رسمي بلاک کې د دغه خبر له خپرولو سره ویلي چې موږ تل غوښتل خپل عامل سیستم نویو بڼو لپاره داسې نومونه انتخاب کړو چې ټولو ته پرې پوهېدل اسانه وي.

گوگل کمپنۍ اعلان کړی چې د انډرایډ عامل سیستم دغې نوې بڼې کې قاتېدونکې مخ‌پاڼه لرونکو ځیرک موبایلونو څخه ملاتړ ته ځانگړې پاملرنه شوې او ۵جي ټکنالوژي څخه ملاتړ لپاره هم جدي اقدامات شوي.

له دې سربېره انډرایډ۱۰ کې به د ځیرک ځواب اسانتیا هم وړاندې شي چې په مرسته يي کاروونکي له اوږدو جملو لیکلو پرته ترلاسه شوي پیغامونه ځوابولی شي. انډرایډ۱۰ به همداراز ډارک تیم (Dark Theme) څخه هم ملاتړ کوي.

د انډرایډ عامل سیستم دغه نوې بڼه به د ۲۰۱۹ وروستیو دریو میاشتو کې کاروونکو ته وړاندې شي.‌

%d bloggers like this:
/* ]]> */