ټیکنالوژي

فېسبوک د میانمار د پوځ حسابونه بند کړي

د ټولنیزو رسنیو د تر ټولو مشهورې وېب پاڼې فېسبوک مسؤلین وايي چې د میانمار د پوځ اړوند ۲۱۶ فېسبوک پاڼې، حسابونه او گروپونه یې غیر فعاله کړي.

د روېټرز ورځپاڼې د راپور پر بنسټ چې په دې کې یو زیات شمېر غیر فعال شوي حسابونه د میانمار د پوځ دي، چې د غلطو او له کرکې ډکو معلوماتو شریکولو له امله بند شوي.

په دې اړه د فېسبوک مسؤلینو خپل بلاگ کې ویلي چې د میانمار پوځ پورې تړلې ۸۹ حسابونه، ۱۰۷ پاڼې، ۱۵ گروپونه او د انسټاگرام ۵ حسابونه يي غیر فعاله کړي.

دغه مسؤلین وايي چې ځینې پاڼو یې په لکونو خوښوونکي هم لرل.

له دې وړاندې هم فېسبوک میانمار کې په روهنگیا مسلمانانو د ظلم او ځورونې اړوند غلطو معلوماتو شریکولو له امله سلگونه حسابونه غیر فعاله کړي ول.

د ۲۰۱۸ د اگست په ۲۸مه هم فېسبوک د میانمار ۱۸ حسابونه، ۵۲ پاڼې او د انسټاگرام یو حساب د غلطو معلومات او د مسلمانانو په وړاندې له نفرته ډک موادو خپرولو له امله بندې کړې وې.

د تېر کال غیر فعاله شوو حسابونو کې د میانمار د لوی درستیز من اونگ هلېنگ سربېره د یو شمېر نورو پوځي چارواکو حسابونه هم شامل ول.

%d bloggers like this:
/* ]]> */