افغانستان

ملېټري ټایمز ورځپاڼه: ترنهم پړاو مذاکراتو وړاندې ملابرادر او خلیلزاد دوه په دوه کتلي

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)

امريکايۍ ملېټري ټايمز ورځپاڼې دوحه کې دطالبانو او امريکايي مرکچيانو ترمنځ د سولې د خبرو بيا پيلېدل مهم بللي، اوپه دې اړه یې یو مفصل مطلب خپور کړی.

ورځپاڼې دطالبانو دسیاسي مرستیال په اړه لیکلي، ملا برادر د طالبانو يو له بنسټ ايښوونکو او ښايي د دغې ډلې پر ليکو يا صفوفو تر ټول پياوړى اغېز ولري.

ورځپاڼې دداعش په اړه زیاته کړې، ځينې په افغانستان کې دا ويره لري هغه طالبان چې امريکا سره د سولې معامله ورته د منلو نه ده ښايي داعش ډلې ته واوړي.

خو دامحاسبه ناسمه ده، ځکه چې طالبان په افغانستان کې دملت ترمنځ محبوب او په یو نه ماتېدونکي اتحادي قوت تړلي دي، داعش وسلوال دافغانستان دملت له لوري منفور ګرځېدلي چې هیڅکله به دا خرابي رامنځته نشي.

ورځپاڼې زیاته کړې ده، دطالب او امریکایي مرکچیانو مشران له دې مهم راونډ وړاندې ممکن په وروستۍ هوکړه غږېدلي وي.

سیاسي شنونکو هم روان پړاو تر ټولو مهم او برخلیک ټاکونکی بللی، ددوی په وینا ځکه چې دامهال طالب او امریکایي لوری دحوصلې پر وروستي سرحد ښکاري.

%d bloggers like this:
/* ]]> */