افغانستان

د امریکا او طالبانو ترمنځ په نهم پړاو خبرو کې؛ په افغانستان کې د امریکا په استخباراتي حضور بحث روان دی



په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ
مېلر هم په نهم پړاو خبرو کې ګډون کړی، تر رسمي ناستې مخکې خلیلزاد او ملا برادر
دوه په دوه ناسته کړې (اسوشیټیډ پریس)

امریکايي سناتوران وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي
ځواکونو وتلو ته شرایط اماده نه دي او بحران به رامنځته شي، مایک پمپیو دې د بحران
له رامنځته کېدو مخکې استعفا ورکړي (نیویارک ټایمز)

کابل – په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر سرچینې وايي چې
د طالبانو او امریکا ترمنځ په نهم پړاو خبرو کې له افغانستان څخه د امریکايي
ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد د استخباراتي حضور په تړاو بحث روان دی.

د سرچینو په خبره، په افغانستان کې د امریکا د
استخباراتي حضور په تړاو د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات دي او اوس په دې تړاو بحث
روان دی.

سرچینې وايي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو
له وتلو وروسته په استخاباراتي حضور ټینګار لري خو طالبان د امریکا له سفارت پرته
د امریکا هر ډول نظامي حضور نه مني.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا هم وايي چې لوی مشکل د
خارجیانو د وتلو خبره ده، چې استخباراتي مرکز پاتېږي که نه خو طالبان له سفارت
پرته بل څه نه مني.

بلخوا د طالبانو ویاند وايي د نهم پړاو خبرې له یوې ورځې
وقفې وروسته پرون بېرته پیل شوې دي. په قطر کې د سولې نهم پړاو خبرې  پرون ځنډېدلې وې. د طالبانو ویاند ذبیح الله
مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ د سولې نهم
پړوا خبرې د جمعې ورځې په خاطر ځنډېدلي خو له پرون ماښام څخه وروسته دغه خبرې
بېرته پيل شوې او د شپې تر ناوخته به دوام پيدا کړي.

په ورته وخت کې د قطر دفتر یوې سرچینې اسوشیټیډ پریس
خبري اژانس ته ویلي چې په دې پړاو خبرو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو
عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم برخه لري.

سرچینه وايي، د امریکا او طالبانو تر رسمي ناستې مخکې د
طالبانو د سیاسي مشر ملا برادر او خلیلزاد هم دوه په دوه سره کتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله
وروستۍ ګڼه کې د امریکايي سناتورانو له قوله لیکلي چې له افغانستان څخه د امریکايي
ځواکونو د وتلو لپاره شرایط اماده نه دي او دغه کار به د امریکا لپاره نه
جبرانېدونکې پایله ولري.

نیویارک ټایمز لیکلي:« ښه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو
وزیر مایک پمپیو چې د افغان سولې پروسې ماموریت ورسپارل شوی، په افغانستان کې د
بحران له رامنځته کېدو وړاندې استعفا وکړي.»

نیویارک ټایمز لیکلي:«سره له دې چې طالبانو ډاډ ورکړی خو
هېڅ تضمین نشته چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دغه ډله له القاعدې سره
اړیکې پرې کړي. د امریکا حکومت په افغانستان کې د عراق تجربه تکراروي. اوباما له
عراق څخه سرتېري وایستل خو داعش پياوړې شوه او امریکا بیا سرتېري عراق ته ولېږل.»

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې څو د سولې له هوکړه
لیک وروسته نږدې ۵زره امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وایستل شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */