افغانستان

سرچينه: امریکا او طالبان په جزياتو توافق ته نږدې شوي

د امریکا او طالبانو خبرې وړمه يو ځل بيا په دوحه کې پيل شوي او سرچينې وايي، دواړه لوري توافق ته نږدې شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټ کې ويلي و، چې د اګسټ په ۲۲مه د پنجشنبې په ورځ دوه اړخيزه ناسته شوې وه او د جمعې لمانځه له امله رخصت و او تېره شپه تر ناوخته بيا دواړه لوري ناوخته د خبرو په جزياتو لګياوو.

اسوشيټېد پریس ليکلي، چې وړمه ورځ د طالبانو مرستيال او د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوه په دوه ليدلي دي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو سرچينو ويلي، تېره شپه عمومي غونډه نه ده شوې، بلکې د دواړو لوريو تخنيکي ټيمونو د مذاکراتو په جزياتو بحثونه کړي دي او دواړه لوري ډاډمن دي، چې په لنډ وخت کې به توافق ته ورسيږي.

ټاکل شوې، چې د نهم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته زلمی خلیلزاد کابل ته راشي او دلته له افغان چارواکو او د سياسي ګوندونو له استازو سره پر وروستيو جزياتو خبرې وکړي.

ويل کيږي، چې هوکړه کېدای شي په دوحه،کابل، واشنګټن او يا هم په ناروې کې اعلان شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */