افغانستان

الجزيره: امریکا او طالبانو په څوارلس مياشتني لنډمهالي حکومت توافق کړی

الجزيرې ټلويزيون ويلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو ټول اړخونه له منځه تللي او دواړه لوري په لنډمهالي حکومت هوکړې ته رسېدلي دي.

الجزيره زياتوي، دواړو لوريو هوکړه کړې، چې لنډ مهالی حکومت به څوارلس مياشتې وي.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو له امریکا غوښتي، د لنډمهالي حکومت پر مهال له افغان حکومت سره پوځي مرستې بندې کړي، خو په دې اړه لا هم دواړه لوري وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.

امریکا او طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښوولی.

 

 

 

%d bloggers like this:
/* ]]> */