افغانستان

الجزیرة: طالبانو او امریکا په ۱۴ میاشتني مهالویش هوکړه کړې

عزم( شنبه، ۲ وږی ،۱۳۹۸)د الجزیرة نړیوال تلویزیوني چینل چې له دوحې څخه خپرونې کوي، په یوه تازه خبر کې ویلي چې طالبان او امریکا پر مهمو ټکو توافق ته رسیدلي دي.
سرچینه وایي، دواړو لوریو پر یوه څوارلس میاشتنۍ مؤقتې ادارې توافق کړی چې پر مهال به یې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان نه وځي.
راپور وایی، ‏په دې توافقنامه کې ویل شوي، چې طالبان به په موقت حکومت کې ګډون کوي او مهم کلیدي وزارتونه ( کورنیو چارو، بهرنیو چارو، ملي دفاع وزارتونه او د ملي امنیت ریاست) به ورکول کیږي.
الجزیرة زیاتوي، لا هم پر دې ټکي دواړه لوري اختلاف لري چې دغه موده کې به امریکا له افغان قواوو سره امنیتي مرستې کوي کنه؟
طالبانو او امریکا که څه هم له وړاندې دا رد کړې وه چې د افغانستان د کورنیو مسئلو په تړاو یې خپلمنځي خبرې نه دي کړې، خو د دې تازه خپاره شوي راپور په هکله یې کوم سپیناوی نه دی کړی.
سرچینې وایي چې، تېره ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او مرستیال لومړي وزیر له طالبانو او امریکايي لوري سره د شپې تر ناوخته جلا جلا لیدنې کړې او د طالبانو او امریکایانو تر منځ هم غیر رسمي ناسته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، امریکايي او طالب استازي به نن له ماسپښين وروسته يو ځل بیا مذاکرات پيل کړي.
بل لور ته طالب ویاند سهیل شاهین د دوحې په دیپلوماتیک کلب کې خبریالانو ته ویلي چې، زیات امکان لري، دواړه لوري تر راتلونکو ۲ یا دریو ورځو یوې هوکړې ته ورسیږي
 
 

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */