افغانستان

د طالبانو د مذاکراتي ټیم د مشر “عباس ستانکزي” د وینا مهم ټکي

 
عزم( شنبه، ۲ وږی ،۱۳۹۸)د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر عباس ستانکزي په یوه خپره شوې وینا کې چې د یوې غونډې پر مهال یې تر سره کړې د روان مذاکراتي بهیر او د افغانستان د راتلوکي په تړاو د ټولنې بیلابیلو قشرونو او د سیمې او نړۍ هیوادونو ته مهمې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.
ستانکزي ویلي، د خپل پخوانی مشر مرحوم ملامحمد عمر مجاهد په لارښوونه یې سیاسي او جهادي فعالیتونه روان ساتلي چې په وینا یې په دواړو ډګرونو کې اوس بریا ته رسیدونکي دي.
ستانکزي ویلي،
«دا چې امریکا او ناټو متحدینو یې هم په سیاسي او نظامي ډګر کې سخته ماتې خوړلې، مجاهدین باید په دې هکله تکبر او غرور ونه کړي تر فتحې او بشپړې خپلواکۍ وروسته د شکر سجدې وکړي او دا بریا یواځې د خدای ج نصرت او ځانګړې مرسته وبولي؛ له ولسونو سره د پخوانیو مجاهدینو په څیر سخت چلند ونه کړي او هر افغان د هر قوم، هر مذهب او هر نژاد چې وي، احترام یې وکړي»
ستانکزي وايي، لکه څنګه چې ټول ولسونه له مونږ څخه د امنیت د راوستو او عدالت د تأمین هیله لري، همدا ډول عمل باید وکړو او د قربانیانو له کورنیو سره خورا صمیمانه چلند وکړو.
نوموړي زیاته کړې،
« افغانان ټول سره وروڼه دي، له کوم امتیاز پرته به ګډ ژوند کوو، د افغانستان په بیا رغونه او سوکالۍ کې به ګډ کار کوو، د اسلامي امارت غیږ ډیره آزاده ده په ځانګړي ډول هغه قومي او مذهبي اقلیتونه چې افغانستان کې ژوند کوي باید ډاډه اوسي چې اسلامي امارت به د دوی سر، مال او ناموس ته بشپړه پاملرنه وکړي او هغه حقه حقوق چې د افغانستان اسلامي اساسي قانون یې دوی ته ورکوي، په بشپړ ډول ورکړي»
د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر په ځانګړې توګه د میرمنو حقوقو ته هم پاملرنه کړې او ویلي یې دي چې ټول هغه حقوق به چې اسلامي شریعت دوی ته ورکړي ورته اعاده کړي، د اسلامي شریعت او د افغانستان د عنعناتو او کلتور مطابق تعلیم، کار کول، د خاوند انتخاب او په اجتماعي ژوند کې برخه اخیستل یې مسلم حق دی.
نوموړي زیاته کړې هغه میرمنې چې په اګاهانه یا نا اګانه توګه د غرب له کلتور او فرهنګ نه متأثره شوې او د میرمنو آزادي په هغه شکل غواړي چې هغه په لویدیځه نړۍ کې ده، مونږه دوی ته دا یادونه کوو چې افغانان اسلامي او عنعنوي جامعه لري او دوی به پوره واک ولري چې په ټولنه کې یواځې همدې دوو اصولو په پام ژوند وکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، افغان میرمنو د روانې جګړې ستره بیه پرې کړې، نور به پرې ظلمونه نه کیږي، په بدیو کې به نه ورکول کیږي، په زور به خلکو ته نه واده کیږي، پر حیثیت به یې څوک تجاوز نه شي کولی، په افغانستان کې به نور څوک د ښځو غوږونه او پوزې نه پرې کوي، اسلامي امارت د دوی ټولو حقوق بیا اعادې ته ژمن دی او د کار او تعلیم ښه ماحول به ورته برابروي.
ستانکزي زیاته کړه، ټولو افغانان باید د راتلونکي افغانستان لپاره خپل استعدادونه په کار واچوي او په بیا رغونه کې یې هڅاند رول ولوبوي.
ستانکزي همداراز ټول ولس ته ډاډ ورکړی چې تر دې وروسته به په خپلو کورونو کې د امریکایي بمباریو او شپنیو چاپو ویره ونه لري او دوی په دې هڅه کې دي چې تر سولې وروسته افغانستان کې داخلي جګړو ته لار هواره نه شي او یوه مرمۍ هم فیر نه شي.
نوموړي پر ګاونډیو او د سیمې پر هیوادونو ژغ کړی چې د افغانستان آزادي او سولې ته احترام وکړي، او د باثباته افغانستان لپاره د یوه قوي مرکزي حکومت ملاتړ وکړي.
ځکه چې د نوموړي په وینا، په کورنیو جګړو کې ښکیل او نا امنه افغانستان د هیڅ هیواد په ګټه نه دی.
ستانکزي وایي، ګاونډیان دې دا فکر نه کوي چې افغانستان کې څلور لسیزې جګړې به افغانان ستړي کړي وي چې بیا خپلو مرموزو لاسوهنو ته ادامه ورکړي.
« افغانان اوس هم تیار دي څلور لسیزې نوره جګړه وکړي، افغانستان لوی ګړنګ ده او که هر څوک ورولویده د جهنم هغه آخرې کندې ته به ور ولویږي.»
دغه طالب چارواکي، د نړۍ له هیوادونو، خیریه سازمانونو او ملګرو ملتونو نه غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې پروسه کې د مرستې تر څنګ باید د افغانستان په بیارغونه کې ورته لاس ورکړي

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */