خبرپاڼې

جمهور رئیس غني د عمرې حج مراسم پرځای کړل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي سعودي عربستان ته د رسمي سفر په لړ کې نن ماښام په بیت الله شریف کې د عمرې حج مراسم پرځای کړل.

جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي د کعبې شریفې له طواف او په مسجد الحرام کې د دوه رکعته لمانځه له ادا کولو وروسته د خدای تعالی په دربار کې په افغانستان کې د باعزته او تلپاتې سولې د تامین، د ملي یووالي د لا پیاوړتیا، د ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول د افغانانو لپاره د سوکالۍ او نېکمرغۍ دعا وکړه.

د عمرې له مراسمو وروسته جمهوررئیس او ورسره پلاوی جدې ښار ته ولاړ او په پام کې ده چې جمهوررئیس غني سعودي عربستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د الحرمین الشریفین خادم والا حضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هیواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */