خبرپاڼې

د اسلامي همکاریو سازمان د افغان سولې او ولسمشریزو ټاکنو ټینګ ملاتړ وکړ

د ارګ خبرپاڼه

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو تروریزم او افراطیت سره د ګډې مبارزې، حکومت سره د سولې د مخامخ مذاکراتو، د شفافو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره  کېدو او په افغانستان  کې د اسلامي پوهنتون جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین جمهوررئیس غني، د افغانستان خلکو او د قربانیانو کورنیو ته د واده پر مراسمو د برید له امله تسلیت ووایه او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې له دغه ډوو تاوتریخوالي باید لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.

نوموړي همدارنګه د سولې بین الافغاني مذاکراتو او ولسمشریزو ټاکنو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او وې ویل چې دوی د سولې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. هغه ژمنه وکړه، چې د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر د څارنې لپاره به افغانستان ته څارونکي واستوي.

جمهوررئیس غني د اسلامي همکاریو سکرتر جنرال له غمشریکۍ او همدارنګه د سولې پروسې او ولسمشریزو ټاکنو څخه د ملاتړ او افغانستان ته د خپلو څارونکو د استولو له امله مننه وکړه. هغه زیاته کړه، سوله د افغانانو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو سازمان همکاري مهمه وبلله.

د هیواد جمهوررئیس د علماو رول ته په اشارې وویل، زموږ جید علما باید د اسلامي هیوادونو علماو سره په  ګډه د ترهګرۍ او افراطیت ذهنیت او بسترونو د له منځه وړلو او د مدرسو  د نصاب په انسجام کار وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال افغانستان د نړۍ مهم شریک وباله چې نړیوال مشروعیت لري او په همدې خاطر ټوله نړۍ باید د ترهګرۍ ضد مبارزې او په افغانستان کې د روان جنګ د پایته رسېدو لپاره له افغانستان سره همکار واوسي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */