خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د اسلامي پراختیا بانک رئیس سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ نن سهار په جده ښار کې د اسلامي پراختیا بانک رئیس ډاکټر بندرالحجار سره وکتل.

په دغه کتنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې، پرځان بسیاینې، پانګونې او همدارنګه د انکشاف او کرنې برخو کې د همکاریو او افغانستان ته د اوږدمهاله پورونو د ورکړې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د هیواد جمهوررئیس د کرنې د ودې او نړیوالو بازاراونو ته د کرنیزو محصولاتو او مېوو لېږد ته په اشارې وویل، د اسلامي پراختیا بانک دې د کرنیزو تولیداتو د لا ښې ودې او د بزګرو، کروندګرو او کلیوالي خلکو د ژوند او عاید د ښه والي لپاره مرسته او پانګونه وکړي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د سعودي عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د افغانستان د جلغوزیو، زعفرانو، بادامو او نورو محصولات صادرات زیات شوي او د کرنې په برخه کې د اسلامي پراختیا بانک د مرستو او اوږدمهالو پورونو په پایله کې په دې برخه کې نور ښه والی هم راتلای شي.

د اسلامي پراختیا بانک رئیس د اقتصادي ودې او همکاریو په برخه کې د حکومت په ځانګړي ډول د جمهوررئیس غني برنامې او هلې ځلې وستایلې او وې ویل، اسلامي بانک لېواله دی چې د کرنې، انکشاف او لویو پروژو د تمویل برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره د اسلامي پراختیا بانک د مرستو د قدردانۍ ترڅنګ د یاد بانک له رئیس څخه همکاریو ته د چمتووالي له امله مننه وکړه او د دوی مرستې یې د افغانستان د کرنې، اقتصادي ودې، انکشاف او د عامو خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټورې وبللې.

همدارنګه د جمهوررئیس غني په حضور کې د اسلامي پراختیا بانک رئیس ډاکټر بندرالحجار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمدهمایون قیومي په افغانستان کې د یو سل بستریز روغتون او څلورو کلینیکونو د جوړولو موافقتنامه لاسلیک کړه.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */