خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د سعودي عربستان دسوداګرۍ وزیر سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه په جده ښار کې په خپل استوګنځای کې د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر ډاکټر ماجد بن عبدالله اقصبي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغاني صادراتو، د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزې ودې، د برېښنا د تولید او کانونو  د رااېستلو برخو کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د پانګونې او سوداګریزو فرصتونو ته په اشارې وویل د اسیا د څلور لارې په توګه افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو برخه کې ځانګړی ارزښت لري او په دې برخه کې یې د سعودي عربستان رول او همکارۍ هم مهمې وبللې.

د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د سعودي پادشاه او شهزاده ولیعهد ورته له افغانستان سره د سوداګري، صادراتو، پانګونې او نورو برخو کې د مرستې او همکارۍ لارښوونه وکړې.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د پانګونې، اقتصادي او سوداګریزې ودې په موخه به د افغانستان حکومت سره  په ګډه د مهمو پروژو پلان ترتیب او په ګډه عملي کړي.

جمهوررئیس غني د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر څخه په مننې وویل، له سعودي عربستان سره دوستانه اړیکې او هراړخیزې همکارۍ زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لري او افغانستان د سعودي عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو سره د دوستانه اړیکو او پراخو همکاریو غوښتونکی دی.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */