افغانستان

لوګر: دبهرنیو ځواکونو له لوري د هوایي برید په نتیجه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)

بهرنیو ځواکونو یوځل بیا لوګر ولایت کې ملکي وګړي په نښه کړي، چې په نتیجه کې یې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د لوګر ځايي اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي یاد برید د دغه ولایت د پل علم ښار بابوس کلي کې رامنځته شوی.

. د سرچینې په خبره د برید زیانمن ټول ملکیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بابوس کلي اوسېدونکي وايي چې زیانمن شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي. ددې زیانمن شوې کورنۍ یوه خپلوان ویلي، چې زیانمن شوي ټول ملکیان دي.

دزیانمن شوې کورنۍ دې غړي زیاته کړې، چې حکومت مجبور دی مشکوک کسان ونیسي نه دا چې له الوتکو د عامو وګړو پر کورونو بریدونه وکړي.

پخواني ولسمشر بیا دغه برید وحشیانه بللی او پر ښکېلو خواوو یې غږ کړی چې نور دې د ملکي وګړو د خوندیتوب په پار عملیات بند کړي.

دیادؤنې وړ ده چې دې وروستیو کې دګډو ځواکونو له لوري دهېواد په لر او بر کې یوځل بیا ړندو بمباریو زور اخیستی چې دیوشمېر سیاسیونو په شمول یې دعامو افغانانو غبرګونونه هم راپارولي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */