افغانستان

موټر چلوونکي: د مزار او جوز جان په لار له امنیتي پوستو سره په یو کیلو مټرۍ کې طالبان ور څخه باج اخلي

د مزار شریف
او جوزجان ترمنځ پر غځیدلې لار یو شمېر د باروړنکو موټرو چلوونکي وایي چې کله
ناکله یې وسله وال طالبان په لویه لار دروي او باج ورڅخه اخلي.

د باروړنکو
موټرو چلوونکيو او یو شمېر سوارلۍو ازادۍ راډیو ته ویلي چې  طالبان، د مزار- جوزجان په لویه لار له امنیتي پوستو سره په یو کیلو متر فاصله کې د
تلاشۍ کمربندونه لري او وسله وال فعالیت ترسره کوي.

د همدې لارې یوه موتړچلوونکي خالد یولداش وایي،
وسله وال طالبان د امنیتي پوستو تر څنګ ګاډي دروي او له هغوی د وسلې په زور پیسې اخلي،
د تېلو ټانګرې دروي او که باج ورنه کړي، اور ور اچوي.

اجمل اکبري د مزار- جوزجان په لویه لار د باروړونکو
ګاډو چلوونکی وايي چې وسله وال طالبان امنیتي پوستو ته څېرمه عمومي سړک ویجاړ کړی او
موتړ چلوونکي دې ته اړ کوي چې له فرعي لارو چېرې چې وسله وال مخالفین واکمن دي، لاړ
شي.

بل پلو د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د مزار-جوزجان
په لویه لار د چهاربولک، نهرشاهي او بلخ ولسوالیو په مربوطاتو کې یې پوځي عملیات پیل
کړي چې په پایله کې یې په تېره یوه اوونۍ کې له ۱۰۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي.

د چارواکو په
خبره حکومت غواړي چې د مزار او جوزجان ترمنځ
په غځیدلې لویه لار د لارې امنیت ساتلو لپاره امنیتي بېزونه جوړ کړي .

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */