افغانستان

لوګر کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په پایله کې ۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لوګر یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي
وایي چې د دغه ولایت د پل علم ښار بابوس کلي کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په پایله
کې، یو ولسي وګړی وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د لوګر د
ولایتي شورا د یو شمېر غړو او د دې ولایت د ځینو اوسیدونکي په خبره په د دغه هوايي برید په زیانمنو کې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي.

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د بابوس کلي
اوسېدونکي وايي چې زیانمن شوي کسان د یوې کورنۍ غړي.

په دې پیښه کې د زیانمنې شوې کورنۍ خپلوان منګل
وايي:«هغوی بې ګناه خلک وژلي. هغوی له الوتکې ډزې وکړې. دوی خلک یې له کورنو راویستل
او وې وژل. هر څوک چې مشکوک دی باید محاکمه شي نه دا چې په دې بڼه خلک ووژني.»

سیمي خلک
وایي چې په هوایي برید کې وژل شوی کس
یو بزګر و او موټر یې چلوه. نور ټپیان شوي  کسان ملکي وګړي وو.

له دې مخکې هم د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په
لړ کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه رپوټونه خپاره شوي. په دې وروستیو د
پکتیا په زرمت کې ۱۱ تنه د امنیتي ځواکونو په
عملیاتو کې وژل شوي چې له ځان سره یې ډېر غبرګونونه لرل.

حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */