افغانستان

اشرف غني د اسلامي پراختیا بانک له رئیس سره کتلي

 
عزم(یکشنبه، ۳ وږی ۱۳۹۸): ولسمشر غني چې تیره ورځ سعودي ته تللی وو نن تر غرمې مخکې یې هلته د اسلامي پراختیا د بانک له رییس ډاکټر بندرالحجار سره کتلي دي.
اشرف غني بندر الحجار څخه په دې لیدنه کې مننه کړې او په افغانستان کې یې د یاد بانک فعالیتونه ستایلي دي، خو د مرستو او همکاریو د ډېرېدو غوښتنه یې کړې ده.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغې لیدنې په اړه راغلي دي چې «په دغه کتنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې، پرځان بسیاینې، پانګونې او همدارنګه د انکشاف او کرنې برخو کې د همکاریو او افغانستان ته د اوږدمهاله پورونو د ورکړې په اړه بحث او خبرې وشوې.
د هیواد جمهوررئیس د کرنې د ودې او نړیوالو بازاراونو ته د کرنیزو محصولاتو او مېوو لېږد ته په اشارې وویل، د اسلامي پراختیا بانک دې د کرنیزو تولیداتو د لا ښې ودې او د بزګرو، کروندګرو او کلیوالي خلکو د ژوند او عاید د ښه والي لپاره مرسته او پانګونه وکړي.»
د مالیې سرپرست وزیر ډاکټر محمد همایون قیومي چې له اشرف غني سره په دغه سفر کې ملګری وو د یاد بانک له چارواکو سره یې په افغانستان کې د یو سل بستریز روغتون او څلور کلینیکونه جوړولو هوکړه هم لاسلیک کړه.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */