خبرپاڼې

جمهوررئیس غني په بهرنیو چارو کې د سعودي عربستان د دولت وزیر سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین په خپل استوګنځای کې په بهرنیو چارو کې د سعودي عربستان د دولت وزیر عادل بن احمد الجبیر سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیز اړیکو د لا ټینګښت، د اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو دپیاوړتیا، د افغانستان دولت په رهبرۍ د سولې پروسې، ولسمشریزو ټاکنو او د افغانستان د انکشاف په اړه بحث او خبرې وکړې.

په بهرنیو چارو کې د سعودي عربستان د دولت وزیر جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، هیواد یې د افغانستان دولت په رهبرۍ د سولې او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو ټینګ ملاتړی او په دې برخو کې هر ډول مرستو ته چمتو دی.

نوموړي د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر لا پراختیا په ټینګار سره وویل، سعودي عربستان په سیمه کې د افغانستان د حکومت نړیوال شریک او ملاتړی او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو دی.

جمهوررئیس غني د سعودي عربستان حکومت او خلکو تود هرکلي او مېلمه پالنې څخه په مننې وویل، سعودي عربستان او افغانستان د ګډو دیني مشترکاتو د لرلو ترڅنګ تاریخي او دوستانه مناسبات لري. هغه زیاته کړه، له سعودي عربستان سره زموږ ملګرتیا د افغانانو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

د هیواد جمهوررئیس د افغان سولې او ولسمشریزو ټاکنو په برخه کې د سعودي عربستان د ټینګ ملاتړ قددراني وکړه او وې ویل، تلپاتې او باعزته سوله زموږ مهم لومړیتوب او اساسي غوښتنه او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د هیواد د برخلیک او په بریالیتوب د سولې پروسې د ترسره کولو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */