کلتور او ادب

د خپلواکۍ سلمه کلیزه له سولې او یووالي پرته بې‌خونده ده!

ملتونه په خپلو تاریخونو ژوندي وي او هر هغه ملت چې خپل تاریخ هېر کړ، ګواکې ومړ او خپله هستي یې له لاسه ورکړه.

زمونږ د هېواد او خلکو تاریخ سره له دې چې له ډېرو ناخوالو تېر شوی او ډېرې تورې پاڼې هم لري، خو سره له دې ټولو داسې ویاړنې هم لري چې په سیمه کې یې بېلګه نه شته او دا کومه احساساتي خبره نه ده، بلکې هغه حقیقت دی چې له شاه ولي الله دهلوي نېولې تر علامه اقبال پورې ټول پرې ګواهي ورکوي.

هغه مهال چې د اسلامي نړۍ –تقریبا- ټول هېوادونه د انګریز، ایټالیا، فرانسې او نورو تر ولکې لاندې وو، چې زیاته برخه پکې د انګلیس وه او زمونږ په ګاونډ کې لوی هند او ایران هم د همدې انګرېز په ولکه کې وو، په داسې وخت یو خوار او بېوزله ملت له پرنګیانو سره مقابله کوي او هغه داسې ماتوي چې په هند کې یې هم پښې سستي کوي.

له انګریزانو د افغانانو آزادي د سیمې ټولو پرګنو ته د آزادۍ درس ورکړ او تر دې چې عربي نړۍ او فریقا ته هم د افغانانو د آزادۍ غوښتنې انګازې ورسېدلې، خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې افغانانو هیڅکله او د تاریخ په هیڅ پړاو کې د خپلې تر لاسه کړې آزادۍ نه ګټه نه ده پورته کړې، بلکې هر ځل یې خپلې لاسته راوړنې تر خاورو لاندې کړي دي، چې له انګریز څخه تر آزادي اخیستنې وروسته او د شوروي اتحاد د پوځیانو تر تښتېدنې وروسته شونې یې د هېواد په لنډ تاریخ کې روښانه بېلګې دي. هرځل له آزادي وروسته هېوادوال په خپلو کې سره وېشل شوي دي او په خپلو کې یې سره د وژنې او جګړو لړۍ پیل کړې ده.

نن چې په هېواد کې له پرنګي ښکېلاک څخه د آزادۍ او خپلواکۍ سلمه کلېزه لمانځل کېږي، لاهم مونږ ویشل شوي او په خپلو کې سره اخته یو. که له یوه لوري افغانان د نورو په لمسه په خپلو کې سره وژني، له بل پلوه د پرنګیانو د تفرقې اچولو او حکومت کولو (divide and conquer) له سیاست څخه اوس هم نه یو بهر شوي او د سیمې، قوم، ژبې او حزب په نامه یې داسې سره وېشلي یو، چې اوس هرڅه ته د عصبیت له عینکو ګور. ملي ګټې هم د خپل قوم او سمت په پیمانه تلو او تر دې چې اسلامي او ملي ارزښتونه مو د خپلو شخصیتونو تابع ګرځولي دي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې مو خپلمنځي جګړه روانه ده او هره ورځ مو په لسګونو هېوادوال د مرګ کومې ته لوېږي، لاهم زمونږ سیاستوال له هرې پېښې نه د خپلو سیاسي ګټو له پاره ګار اخلي او د دې پرځای چې د هېواد اصلي ستونزو ته د حل لارې ولټوي، لایې هم لانجمنې کوي.

مو د آزادۍ په دې کلېزه تر هرڅه وړاندې سولې ته اړتیا لرو چې باید د دې جشن شعار هم سوله او یووالی شي، ترڅو افغانان د رښتینې آزادۍ خوند و څکي.

نو راځې چې د آزادۍ دا سلېزه د یووالي او سولې پیلامه وګرځوو، ټول په یوه خوله له حکومت او طالبانو وغواړو چې نور په هر قیمت چې وي سوله وکړي، ځکه چې د افغانانو تر وینې توېدو بل هر قیمت ارزانه دی او راځې چې ملي او اسلامي ارزښتونو ته د قومي، ژبنیو او سمتي زاویو پرځای له ملي زاويې وګورو او په خپلو کې سره یو ملت شو، تر څو په رښتینې توګه آزادي تر لاسه کړو.

%d bloggers like this:
/* ]]> */