روغتیا

حافظې باندې ناوړه اغېز لرونکي لاملونه

حافظه زموږ د ژوند مهمه برخه او ځانگړنه ده. درس څخه نیولی د سودا اخیستلو لېست پورې، هر انسان د ژوند هره برخه کې غوره او پیاوړې حافظې ته اړتیا لري. خو بیا هم، د عمر زیاتېدو سره حافظه د مختلفو لاملونو او ناروغیو له امله کمزورې کېږي. له همدې امله د حافظې پیاوړې کولو هېڅ فرصت باید له لاسه ورنکړو او له هغو لاملونو چې پرې ناوړه او منفي اغېز کوي ځان لرې وساتو تر څو اوږدې مودې لپاره دغه ستر نعمت څخه برخمن پاتې شو.

دلته مو له پنځو هغو لاملونو سره چې په حافظې منفي او ناوړه اغېز لري اشنا کوو:

۱. مینوپاز (Menopause)

مینوپاز په ښځو کې هغه عمر ته ویل کېږي چې له هغې وروسته پرې حیض نه راځي. دغه مهال د ښځو حافظه کمزورې کېږي خو له نیکه‌مرغه دغه اغېز لنډمهاله وي. مینوپاز په جریان کې ښځې له یو شمېر ستونزو سره مخ وي چې له همدې امله د نارامۍ احساس کوي. دغې ستونزې پایله کې ښځې سم او ارامه خوب هم نشي کولی چې له همدې امله اعصابو ته زیان رسېږي او حافظه کمزورې کېږي.

۲- لږ خوب

لږ یا نارامه خوب د حافظې وړتیا باندې ناوړه اغېز کوي. یو شمېر څېړنې دې پایلې ته رسېدلي چې د نیورونونو ترمنځ اړیکو پیاوړي کولو لپاره خوب ډېر زیات مهم دی. که د نیورونونو ترمنځ اړیکه کمزورې وي، خلک ډېر څېزونه او کوچني خاطرې بېرته ذهن ته نشي راوستلی.

۳- د تایرایډ ستونزې

هایپوتارایډیزم (Hypothyroidism) د تارایډ مناسب فعالیت نه کولو ستونزې ته ویل کېږي، چې دغې ستونزې پایله کې د انسان خوب اغېزمن کېږي او په خپگان اخته کېږي. او دا خو څرگنده ده چې خپگان او نیمگړی خوب دواړه حافظه کمزورې کوي.

۴- اندېښنه او خپگان

کله چې اندېښمن یو، زموږ بدن کورتیسول نومې د ذهني فشار هورمون تولیدوي. د اندېښنې پر مهال د عصبي حجراتو ترمنځ اړیکه پرې کېږي، چې دا د حافظې لپاره ډېر مضر دی.

۵- سگرېټ

څېړنې ښيي چې د سگرېټ څښونکو حافظه د عامو کسانو په پرتله ډېره کمزورې وي. دغه ستونزه د سگرېټ څښلو پر مهال ماغزو ته د وینې جریان له امله رامنځ ته کېږي. د سگرېټ له امله ماغزو ته رسېدلې وینه د ماغزو د پروتین جوړښت له منځه وړي او په دې ډول د معلوماتو څانگې ته زیان رسوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */