روغتیا

د خوله پنځه حیرانوونکې روغتیايي گټې

ځینې وختونه خوله انسان تنگوي. سترگو ته ځي، ناوړه بوی پیدا کوي او وېښتان هم گډوډوي. خو دغو ستونزو سربېره یو شمېر حیرانوونکې روغتیايي گټې هم لري. کافي اندازه خوله د فزیکي، عصبي او احساساتي روغتیا کې د مثبت بدلون لامل گرځي.

که تاسې هم یو له هغو کسانو څخه یاست چې خوله يي نه خوښېږي، دلته مو له پنځو هغو روغتیايي لاملونو سره چې تاسې به خوله کېدو ته اړ کړي اشنا کوو:

د «ښه احساس» هورمونونه زیاتوي

جېم کې سخت ورزش یا لمر کې قدم وهلو پایله کې کافي اندازه خوله کېدل په ماغزو کې د خوښۍ کېمیاوي مواد، چې انډورفېنز نومېږي کچه زیاتوي. د سخت فزیکي فعالیت پایله کې کافي اندازه خوله په ماغزو کې د غوره احساس نیوروټرانزمیټرونه، چې انسان ته غوره او د خوښۍ احساس ورکوي تولید زیاتوي.

درد له منځه وړي

انډورفېنز یوازې انسان ته د خوښۍ احساس ورکولو وړتیا نه لري، بلکه د مورفین په څېر د درد طبیعي درملوونکي هم دي. انډورفېنز په ماغزو کې د درد احساس بدلوي، او په دې ډول د ناوړه احساس په وړاندې زغم اسانه او زیاتوي.

زهري مواد خارجوي او پوټکی پاک ساتي

زموږ بدن داسې یو پرمختللی ماشین دی چې تقریباً د هر ډول زهري موادو د خارجولو وړتیا لري. له کومې مرستې پرته، خوله له بدن څخه اضافي مواد، الکول، کولېسټرول او مالگه خارجوي. له دې سربېره هغه زهري مواد چې د بدن سوري بندوي او پوټکي باندې د ناوړه دانو لامل گرځي هم خارجوي.

بدن له عادي زکام او نورو عامو نارغیو څخه ژغوري

څېړنو ثابته کړې چې خوله ډرمېسېډین لري، چې د مېکروب ضد پپتیدونه دي او منفي اغېز لرونکي باکتریاوې، فنجي او وېروسونه له منځه وړي. څېړونکي په دې باور دي چې ډرمېسېډین یوازې د نري رنځ نه بلکه د اکثره باکتریاو په وړاندې اغېزمن ثابتېږي. څېړونکي وايي چې اوږدمهاله کې دغه طبیعي کېمیاوي مواد د انتي بایوټېک درملو څخه ډېر اغېزمن ثابتېږي او باکتریاوې د هغوی په وړاندې مقاومت نشي کولی.

د پښتورگو د تیږې خطر کموي

یوې څېړنې ثابته کړې چې عادي ورزشونو پایله کې رامنځ ته کېدونکې خوله بدن څخه د پوټکي له لارې مالگه خارجوي او کلسیم هډوکو کې ساتي. دغه کړنه پښتورگو ته د کلسیم او مالگې د تگ څخه، چې ډېر امکان لري هلته ټول او په تیږه بدله شي مخنیوی کوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */