ټیکنالوژي

سامسنگ ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل معرفي کوي

سامسنگ کمپنۍ په ۲۰۱۹ کې دوه ۵جي څخه ملاتړ کوونکي ځیرک موبایلونه معرفي کړل چې یو يې گلکسي اېس۱۰ ۵جي او دوهم يې گلکسي نوټ۱۰ ۵جي وو، خو اوس دغه کمپنۍ تکل کړی چې یو مناسبه بیه لرونکی ۵جي څخه ملاتړ کوونکی ځیرک موبایل هم معرفي کوي.

د سامسنگ کمپنۍ دغه مناسبه بیه لرونکی ۵جي څخه ملاتړ کوونکی ځیرک موبایل گلکسي اې۹۰ (Galaxy A90) نومول شوی. که څه هم تر اوسه د دغه ځیرک موبایل بیې اړوند څه نه دي ویل شوي، خو ښايي له گلکسي اېس۱۰ او گلکسي نوټ۱۰ څخه به يې بیه ډېره ټیټه وي.

دغه ځیرک موبایل به ۶٫۷ انچه فول اېچ ډي پلس انفنټي یو او اېل اې ډي ډوله مخ‌پاڼې سره وړاندې شي. دغه ځیرک موبایل کې د گوتې نښې سېنسر د مخ‌پاڼې لاندې ورکړل شوی او د څېرې پېژندلو ۲ډي ټکنالوژي هم په کې ځای پر ځای شوې.

دا مبایل شاتنۍ برخې کې ۳ کامرې لري چې اصلي کامره يې ۴۸ مېگاپکسله، دوهمه يې ۸ مېگاپکسله الټراوایډ ډوله لېنز او درېیمه يې ۵ مېگاپکسله ډېپت لېنز دی او مخکینۍ کامره يې ۳۲ مېگاپکسله ده.
دغه ځیرک موبایل کې د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراگن ۸۵۵ ډوله پروسېسر چې ۵جي څخه ملاتړ کوي او ۶ – ۸ گېگابایټ رم او ۱۲۸ گېگابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې.

دغه ځیرک موبایل به ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ چې ۲۵ واټ چټک چارج څخه د ملاتړ وړتیا لري ولري.

د يادونې ده چې گلکسي اې۹۰ کې د وایرلېس چارج اسانتیا نه ده ورکړل شوې.

%d bloggers like this:
/* ]]> */