ټیکنالوژي

نوکیا دوه منځنۍ وړتیا لرونکي ځیرک موبایلونه معرفي کړل

د مبایلونو تر ټولو مشهورې کمپنۍ نوکیا د جرمني په برلېن ښار کې د ټکنالوژي ای اېف اې غونډې کې خپل دوه منځني وړتیا لرونکي ځیرک موبایلونه معرفي کړل.

دغه ځیرک موبایلونه نوکیا۷٫۲ او نوکیا۶٫۲ نومول شوي.

که څه هم د ډیزاین او ظاهري بڼې له نظره دغه دواړه ځیرک موبایلونه سره ورته دي، خو د ځانگړنو او کامرې له نظره نوکیا۷٫۲ غوره ده.

نوکیا۷٫۲ کې ۶٫۳ انچه اېل سي ډي ډوله مخ‌پاڼه ورکړل شوې او له اېچ ډي ار۱۰ څخه ملاتړ کوي.

له دې سربېره سنپ ډراگن ۶۶۰ ډوله پروسېسر، ۴ – ۶ گېگابایټ رم، ۶۴ – ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا د دغه ځیرک موبایل له مهمو ځانگړنو څخه دي. کاروونکي د فایل ثبتونې وړتیا د میموري کارډ له لارې ۵۱۲ گېگابایټ پورې لوړولی شي.

دا مبایل شاتنۍ برخې کې درې کامرې لري چې اصلي کامره يي ۴۸ مېگاپکسله وړتیا لري، دوهمه يي ۸ مېگاپکسله الټراوایډ او درېیمه يي ډېپت سېنسر دی. سېلفي لپاره ۲۰ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامره لري.

دغه ځیرک موبایل ۳۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې د نوکیا کمپنۍ ادعا سره سم کاروونکي یو ځل چارجولو سره دغه ځیرک موبایل دوه ورځې کارولی شي.

نوکیا۶٫۲ بیا ۶٫۳ انچه اېل سي ډي ډوله واټر ډراپ ناچ لرونکې مخ‌پاڼه لري چې سنپ ډراگن ۶۳۶ ډوله پروسېسر، ۳ – ۴ گېگابایټ رم او ۳۲ – ۶۴ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا يي له مهمو ځانگړنو څخه دي.

دغه بڼه يي هم شاتنۍ برخې کې درې کامرې لري، خو اصلي کامره يې ۱۶ مېگاپکسله ده او پاتې نور کامرې يي نوکیا۷٫۲ ته ورته دي. سلېفي کامره يي هم یوازې ۸ مېگاپکسله ده.

دواړه ځیرک موبایلونه به انډرایډ پای عامل سیستم سره وړاندې شي او ډېر ژر به انډرایډ۱۰ ته اپډېټ شي.

د نوکیا۷٫۲ څلور گېگابایټ رم او ۶۴ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۳۰۰ یورو ټاکل شوې او همدغه میاشت کې به اروپايي بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

د نوکیا۶٫۲ درې گېگابایټ رم او ۳۲ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه به ۲۰۰ یورو وي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */