ټیکنالوژي

سامسنگ خپل قاتېدونکی ځیرک موبایل بېرته خرڅلاو ته وړاندې کړ

سامسنگ کمپنۍ نړیوالو بازارونو څخه ټول شوی قاتېدونکی ځیرک موبایل، گلکسي فولډ، له اصلاحاتو او یو شمېر بدلونونو وروسته بېرته خرڅلاو ته وړاندې کړ.

دغه ځیرک موبایل لومړی ځل د ۲۰۱۹ په مې میاشت کې د موبایل د نړیوال کانگرېس غونډې په ترڅ کې کاروونکو ته معرفي شوی و، خو د یو شمېر تخنیکي ستونزو له کبله بېرته وغوښتل شو او له هغې وروسته د وړاندې کېدو نېټه يي څو ځلي وځنډول شوه.

اوس داسې ښکاري چې سامسنگ کمپنۍ د دغه ځیرک موبایل تخنیکي ستونزې اوارې کړي او تېره ورځ يي د سویلي کوریا بازارونو کې خرڅلاو ته هم وړاندې کړی.

سامسنگ کمپنۍ برلېن کې د ای اېف اې ټکنالوژي غونډې په ترڅ کې د دغه ځیرک موبایل اصلاح شوې بڼه رسنیو ته وښودله. دغه مهال سامسنگ کمپنۍ ادعا وکړه چې پدغه ځیرک موبایل کې يې ۳ نوي بدلونونه راوستي.

له اصلاح او نویو زیاتونو څخه وروسته دغه ځیرک موبایل له پخوا څخه پیاوړی شوی او ټولې پخوانۍ ستونزې يې هم اوارې شوي دي.

دغه ځیرک موبایل د خپلې قاتېدونکې مخ‌پاڼې له امله د کاروونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی و.

د گلکسي فولډ په ستره مخ‌پاڼه باندې کاروونکي یو وخت کې درې مختلف کاریالونه کارولی شي.

اوسمهال د سویلي کوریا په بازارونو کې د دغه ځیرک موبایل بیه ۲۴۰۰۰۰۰ کوریايي وون ټاکل شوې او د سپټمبر په ۱۸مه به اروپايي هېوادونو کې هم خرڅلاو ته وړاندې شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */