خبرپاڼې خبرونه

جمهوررئیس غني د جوماتونود منبرونو له لارې د سولې پیغامونو په رسولو کې د علماو رول مهم وباله

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له یو شمېر دیني علماو، خطیبانو، د جوماتونو ملاامامانو او د  کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سرهیو ځای د ماښام لمونځ  ادا او روژه ماتی وکړ.

د روژه ماتې په دې مېملستیا کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د حج او اوقافو وزیر فیض محمدعثماني ، د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف او په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي  او د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس ډاکټر محمد اکرم خپلواک هم حضور درلود. په پیل کې مولوي عنایت الله بلیغ علماو او جوماتونو ته د جمهور رئیس پاملرنې او ملاتړ څخه په مننې وویل، د افغانستان علما ستاسو د اقتصادي، سیاسي، سولې او نورو ملي پروګرامونو هر اړخیز ملاتړ کوي.

نوموړي علماو ته د روژه ماتي د برابرولو له امله له جمهور رئیس څخه مننه وکړه او د خدای تعالی په دربار کې یې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره دعا وکړه.

جمهور رئیس غني دیني علماو ته په خطاب کې وویل، ستاسو درناوی پر موږ ټولو لازم دی، ځکه تاسو هغه سپېڅلی قشر یاست چې د اسلام د ستر لارښود مقدسې لارې ته مو ادامه ورکړې او هره ورځ د خلکو، ارګ او جومات  واټن کموئ او خلک نېکمرغه او سوله ییز ژوند ته وربولئ.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د دې وطن وجودي فلسفه یوازې او یوازې د اسلام مبارک دین دی او بلې فلسفې ته اړتیا او لېوالتیا نه لري. هغه زیاته کړه، په هېواد کې د جوماتونو جوړولو او د تاریخي جوماتونو بیارغاونې ته اساسي پام شوی.

د هېواد جمهور رئیس  د جوماتونود منبرونو له لارې خلکو ته د سولې پیغامونو په رسولو کې د علماو رول مهم وباله. هغه زیاته کړه، د منبر د رسا غږ ځای بل هیڅ شی نشي نیولی او همدارنګه یې هیله څرګنده کړه چې د سولې او ثبات لپاره د دوی دعاګانې قبولې شي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: