خبرپاڼې خبرونه

جمهوررئیس غني د کابل ښاروالۍ له رهبري پلاوي سره په کتنه کې: د خلکو رضایت ستاسې د کړنو معیار دی

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د کابل ښاروالۍ له رهبرۍ پلاوي سره په کتنه کې د دې ادارې د کړنو او پلانونو راپور واورېد.

په دې ناسته کې چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه د کابل ښاروالۍ رهبري پلاوي د داخلي ظرفیت، اقداماتو، لاسته راوړنو او ننګونو له اړخه د دې بنسټ د اوسني وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، کابل ښاروالي باید د کابل ښاریانو هیلې ځواب او په دې ښار کې نظم رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه: د کابل ښاروالۍ پلانونه او برنامې بایدپر ښاري وضعیت عملي او عیني تاثیر ولري.

جمهوررئیس څرګنده کړه، ښاروالي باید پر بنیادي ستونزو تمرکز وکړي او له جمهوري ریاست سره دې په دې اړه خپل لیدلوری ژر شریک کړي.

د هېواد جمهوررئیس په کابل ښاروالۍ کې پر ټیمي کار ټینګار وکړ وې ویل، د خلکو رضایت ستاسې د کړنو معیار دی او باید ستاسې کړنې د کابل ښار د وضعیت پر ښه والي مستقیم تاثیرات ولري.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: