خبرپاڼې

د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه امنیتي غونډه جوړه شوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن ماښام د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو د امنیت د ارزولو په موخه غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د هیواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت د تامین، د دښمن د بریدونو د دفعې په موخه د اقداماتو او تدابیرو او پر وړاندې یې د عملیاتو د زیاتولو په اړه خپل راپور ورکړ.

دغه راز یادو مسوولینو د دښمن د تهدیداتو د دفع کولو او امنیت د تامین په خاطر بغلان ولایت ته د خپل سفر راپور هم وړاندې کړ.

جمهوررئیس د یادو راپورونو له اورېدو وروسته د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته د جمهوري ریاست ټاکنو پروسې د غوره امنیت د تامین او د دښمن د ګواښونو د دفع کولو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */