ټیکنالوژي

د سامسنگ حیرانونکی «جادويي المارۍ»

ایا د جامو وېنځل تاسې ته ستونزمنه ده؟ که مو ځواب هو وي، له دې وروسته د سامسنگ المارۍ دغه کار ترسره کولو سره به ستاسې دغه ستونزه اواره کړي.

سامسنگ کمپنۍ چې د ځیرکو موبایلونو، تلویزیونونو، یخچالونو او نورو اوزارو له نظره ځانگړی نړیوال شهرت لري نوې المارۍ وړاندې کړې چې له جادو څخه لږه نه ده.

د جرمني په برلېن کې د ټکنالوژي ای اېف اې نومې غونډې په جریان کې سامسنگ خپل نوې المارۍ معرفي کړه، چې له کېمیاوي موادو پرته جامې صفا کوي او خراب شوې اوتو يي بېرته سموي.

دغې موخې لپاره خپلې جامې دغې المارۍ کې کېږدئ او بیا د اسټیمنگ یا گرمۍ سیستم له لارې يي له کېمیاوي موادو کارولو پرته پاک کړئ.

دغه المارۍ د اېل جي کمپنۍ سټایلر ته ورته ده. د اېل جي سټایلر بیه ۲۰۰۰ امریکايي ډالره ده، خو سامسنگ کمپنۍ د خپلې دغې جادويي المارۍ بیه تر اوسه نه ده په ډاگه کړې.

د جامو دغه المارۍ کې یو جېټ هوايي سیستم او هوايي هېنگرز ورکړل شوي چې د جامو گرد د چټکې هوا له لارې پاکوي او په کې شته جېټ سټیم سیسټم له کېمیاوي موادو پرته جامې پاکوي.

دغې المارۍ کې داسې یو فلټر هم ورکړل شوی چې د جامو ناوړه بوی له منځه وړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */