افغانستان

شاهین: که مذاکرات بیا پیلیدل په شرایطو وو ؛ مونږ به کوم انعطاف ونه کړو

عزم(دوشنبه، ۱۸ وږی ،۱۳۹۸)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایی، له امریکا یې د مذاکراتو د ناڅاپي دریدلو وضاحت غوښتی تر څو مالومه کړي، چې امریکایانو ولې په داسې حیرانونکې توګه له مذاکراتي بهیر نه شاتګ وکړ او دا لړۍ یې ودروله.
شاهین د آلمان غږ «ډویچه ویله » خبري شبکې ته په ځانګړې مرکه کې ویلي، توافقنامه په بشپړه توګه تیاره شوې وه، ضمایم یې هم پوره او درې واړه کاپیانې یې اړوندو لورو ته،  چې  د دوی سیاسي ټیم،   امریکایي لوري او  د قطر هیواد چارواکي و، سپارل شوې وې.
شاهین د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا وروستي بریدونه د دې مذاکراتو د توقف لامل شول او یا هم امریکایانو په مذاکراتي بهیر کې د دوی د وروستیو بریدونو په تړاو کوم سور څراغ ورکړی و، کنه؛ وویل: نه! دا چې اوربند نه وه شوی، نو بریدونه دواړو خواوو روان ساتلي وه، البته دواړو لوریو یو اوبل ته د ځینو لویو بریدونو یادونه کوله، چې دا هم د مذاکراتو په رسمي غونډه کې نه، بلکې د مذاکراتي بهیر په څنډو کې.
شاهین زیاته کړه، پر امریکایي لوري یې بشپړ اعتماد له لاسه ورکړی او په وینا یې چې که امریکا بیا هم مذاکراتو ته د ځینو شرایطو پر بناء غاړه ایښوودله، دوی به د هیڅ شرط منلو او انعطاف ښوودلو ته غاړه کېنږدي.
سهیل شاهین هغه راپورونه هم رد کړل، چې ګواکې له مذاکراتو وروسته پر دوی کړۍ تنګه شوې او یا هم ممنوع الخروج ګرځول شوي دي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */