خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: د ټاکنو د شفافیت پر وړاندې ان کوچني ګواښ ته هم اجازه نه ورکوو

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام له والیانو، د قول اردوګانو او د ولایتونو له امنیه قوماندانانو او د ټاکنیزو ولایتي کمیسیونونو له رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د امنیت تامین او ټاکنو شفافیت په اړه خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د امنیتي مسوولینو او د ټاکنیزو کمیسیونونو د امنیتي او لوجستیکي تیاریو راپورونه واورېدل او وې ویل، د ټاکنو تر ورځې باید ټول پام د رایې ورکولو مرکزونو، د جمهوري ریاست ټاکنو کاندیدانو، د ټاکنو ورځې او د ټاکنیزو حساسو موادو د لېږد د امنیت پر تامین متمرکز وي.

جمهوررئیس تازه تصفیه شویو سیمو په ځانګړي ډول د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالیو ته په اشارې وویل، په دې سیمو کې باید په ټاکنو کې خلکو ته د ګډون زمینه برابره شي او د هغوی امنیت ونیول شي. هغه زیاته کړه، ځانګړي عملیاتي ځواکونه به په یادو سیمو کې د عملیاتو په ترسره کولو د ټاکنو امنیت تامین لپاره زمینه برابره کړي.

جمهوررئیس د ولایتونو ټولو نظامي او ملکي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په هیڅ صورت د ټاکنیزو کمیسیونونو په چارو کې مداخله ونه کړي او له هغوی سره سل په سلو کې مرستو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه، په ټاکنو کې مداخلې باید تشخیص شي او د مخنیوي لپاره یې په جدیت اقدامات وشي.

جمهوررئیس غني د ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې هر هغه عمل په جدي ډول تعقیب کړي چې د ټاکنو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي. هغه زیاته کړه، د ټاکنو شفافیتپر وړاندې ان کوچني ګواښ ته هم اجازه نه ورکوو. راتلونکې نوولس ورځې د ټاکنو ترسره کېدو ته ځانګړې کوو ترڅو په شفاف، سرتاسري او ټولشموله ډول ترسره شي.

جمهوررئیس په ټینګار څرګنده کړه، اوس باید د ټاکنو ترسره کېدو کې هیڅ ډول شک او شبهه نه وي، سوله له مشروعیت پرته نشي تامینېدای او مشروعیت له ټاکنو پرته نه رامنځته کېږي. هغه زیاته کړه، سوله زموږ لومړیتوب دی، خو د سولې کیلي په ټاکنو کې ده او د ټاکنو ترسره کېدل زموږ ملي دنده او تاریخي مسوولیت دی.
جمهوررئیس همداراز ولایتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په جمهوري ریاست ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره هڅه وکړي او د هغوی د ګډون زمینه برابره کړي.

په دې ویډیویي کنفرانس کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ وویل، د تېرو ټاکنو تجربو او درسونو ته په پام، دغه کمیسیون د شفافو او سرتاسري ټاکنو د ترسره کېدو لپاره لازمتیاری نیولی او خلکو ته یې ډاډ ورکړ

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */