افغانستان

ټرمپ: زه له طالبانو سره د خبرو پلوي یم

 
عزم(دوشنبه، ۱۸ وږی ۱۳۹۸): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه خپرو کړیو ټویټونو کې ویلي چې زه غواړم له طالبانو سره خبرې وکړم او له دوی سره د خبرو کولو پلوی یم.
هغه د ډیویډ کمپ د ملاقات په اړه ویلي چې دا خبره ناسمه ده ما له طالبانو سره په ډیویډ کمپ کې ندي لیدلي خو له هغوی سره خبرې کول غواړم.
ټرمپ زیاته کړې چې میډیا د هغه د مخالف ګوند ډیموکراټانو په لاس کې ده او غواړي چې د دوی په خلاف ناسم معلومات خپاره کړي تر څو د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو کې ټرمپ او ګوند یې ناکام کړي خو وایي اوس امریکایان په هر څه پوهیږي.
هغه یو ځل بیا افغانستان کې د امریکایي عسکرو له شتون سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې مونږ هلته د پولیس دنده ترسره کوو چې دا د امریکا د پرمختللو سرتیرو سره نه ښایي.
دا په داسې حال کې دی چې هغه تر دې یوه ورځ مخکې ویلي وو چې له طالبانو سره اوس مهال مذاکرات نهایي شول، خو لکه څنګه چې هغه په نړۍ کې په بېغوري مشهور دی اوس یې بیا د خبرو پلویتوب کړی دی.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */