افغانستان

اسلامي حزب: د ټرمپ له لوري د مذاکراتو لغوه کېدل د هېواد په خیر نه دي

اسلامي حزب: د ټرمپ له لوري د مذاکراتو لغوه کېدل د هېواد په خیر نه دي

د حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د سولې خبرو بنديدو په اړه د ټرمپ وروستی دریځ نامعقول دی، ځکه دده تر قوماندې لاندې جګړه کې هره ورځ تر درې سوه پورې افغانان وژل کېږي نو د یوه سرتېري لپاره د مذاکراتو درول د منلو وړ خبره نه ده. حکمتیار همدا راز هغه کسان هم غندلي چې د سولې د مذاکراتو درېدو ته خوشاله دي. دده په خبره دوی به د هغه جګړې او وینې تویېدنې مسوولین او شریکان وي چې د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته رامنځ ته کېږي. حکمتیار پر طالبانو هم غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او که یې امکان وي له سره دې له امریکا سره خپلو خبرو ته ادامه ورکړي. نوموړي د ټرمپ ټوېټ طالب مشرانو ته سپکاوی بللی دی او په خبره یې د طالب مشرانو او امریکا د میاشتو مذاکرات د ټرمپ په یوه ټوېټ ختم شول چې دا هر څه ددغه ډلې مشرانو ته سپکاوی دی. ده زیاته کړې چې که طالبان جګړې ته دوام ورکوي او په دې جګړه کې عام افغانان وژل کېږي نو جګړه به یې غیر اسلامي، انسان وژنه او ناحقه وینې تویېدنه وي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */