افغانستان

سهيل شاهين: د امريکا مذاکراتي ټيم څخه مو د ټرمپ ټويټ په اړه رسمي توضيحات غوښتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۹، سه شنبه)

وړمه ورځ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې طالبانو سره روان مذاکرات يې لغوه او خبرې به ورسره ونه کړي.

نوموړي د دغه مذاکراتو د لغوه کولو اساسي لامل په کابل کې دطالبانو په یوه بريد کې د يوه امريکايي پوځي وژل کيدل وبلل.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ښاغلی سهيل شاهين وايي، د امریکايي او طالب استازو تر منځ توافقات نهايي شوي و خو یوازې لاسليکونه پاتې و.

نوموړي د الاماره ويب پاڼې سره په تازه مرکه کې ويلي، امريکايانو هم په کندز، بدخشان او ځينو نورو ولايتونو کې بمبارۍ کړي، عام اولس يې هدف ګرځولی زیاتوي د یوه عسکر وژل کېدلو په غبرګون کې د ټرمپ له خوا د مذاکراتو لغوه کيدل هیڅ معقول دليل نه دی.

ښاغلي شاهين، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکايانو کمپ ډيوډ ته دعوت درکړی؟ ويلي چې د خليلزاد له لارې کمپ ډيويډ ته دعوت ورکړل شوی و خو دغه ملاقات يې د توافقنامې تر لاسليکه ځنډولی و.

طالب وياند سهيل شاهين د امریکايي چارواکو د هغو څرګندونو په ځواب کې ويلي چې ګواګې (طالبان په توافقنامه کې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې نه شول) خو شاهين زياتوي زمونږ او امریکايي لوري ژمنې په توافقنامه کې وې او یاده توافقنامه لا لاسليک شوې نه وه چې بايد عملي شوې وای.

همدارنګه طالب ویاند ښاغلي شاهين ويلي، چې امریکايي لوري سره يې د توافق تر لاسليک وړاندې د عملياتو د کموالي یا ورته ډول هيڅ ژمنه نه وه کړې زياتوي لومړی امريکايي لوري په افغانستان کې عمليات پيل کړي، شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې يې ګڼ ولسي خلک وژلي نو ځکه (اسلامي امارت هم عکس العمل وښود او خپل بريدونه يې زيات کړل).

سهيل شاهين ويلي، چې د طالبانو او امريکا د مذاکراتي ټيمونو تر منځ اړيکې لا هم پر خپل ځای پاتې دي په خبره يې: “مخکې مو هم ورسره تماس درلود، هغه تماس هم هم برحال دی، هغوی ته مو حال ورکړی او بيرته يې ځواب راکړی، رسمي توضيحات مو ترې غوښتي دي).

دغه راز نوموړی وايي، که د هغوی له لوري منفي ځواب ترلاسه کړو نو لکه څرنګه چې مو په سياسي لارو په افغانستان کې د شخړې حل غوښتل خو که بيا هم منفي ځواب ترلاسه کړو لکه څرنګه چې له تيرو اتلس کلونو مو د جهاد ميدان ګرم ساتلی همداسې به جهاد ته تر هغې دوام ورکړو څو د افغانستان اشغال پای ته ورسيږي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */