افغانستان

کابل کې د امریکا سفارت ته څیرمه چاودنه شوې

 
عزم(چهارشنبه، ۲۰ وږی ۱۳۹۸): څو شیبې وړاندې په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې چې ویل کیږی چاودنه زوروره غږ یې تر ډیرو ځایونو رسیدلی دی.
د لومړنیو راپورونو په اساس چاودنه د امریکا سفارت ته څیرمه شوې چې په سفارت کې د خطر زنګونه هم ویل کیږي او دامهال یې په یوې څنډه کې اور هم لګیدلی.
دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د ټرمپ له لوري د مذاکراتو له بندیدو سره سم ویلي وو چې د مذاکراتو د بندیدو لوی زیان به امریکا ته رسیږي.
طالبانو همدا راز ویلي وو چې دوی تیر اتلس کاله د امریکا په وړاندې وسلوال جهاد کړی که مذاکرات بند شي بیرته به تر هغو خپل جهاد کوي تر څو یې امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وي ویستلي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */