افغانستان

په میدان وردګو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۷ ملکي خلک وژل شوي دي



برید د سیدا اباد د تنګي درې په برهان خېلو سیمه کې د
ملکي خلکو په یوه سراچه ډوله موټر شوی، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ ۴ غړي شامل دي

د یوه امریکايي سرتیري د وژل کېدو په غبرګون د سولې خبرې
ځنډیږي، خو د بې ګناه ملکي افغانانو د وژل کېدو پر وړاندې حکومت او د بشري حقونو
ټولې ادارې چوپې دي (ځايي خلک)

د وسله والو ډلو او حکومتي ځواکونو له لوري د ملکي خلکو
مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده او باید په کمولو کې یې اړین اقدامات ترسره شي (د
بشري حقونو کمېسیون)

کابل – په میدان وردګ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په
هوایي برید کې یو ځل بیا ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بهرنیو ځواکونو د سیداباد په تنګي کې د ملکي خلکو پر یوې
سراچه موټر هوايي برید کړی، چې له امله یې په موټر کې سپاره ۷
کسان، چې ټول ملکي خلک  دي، وژل شوي دي.

ځايي اوسیدونکي وایي، چې په وژل شویو کسانو کې د یوې
کورنۍ څلور غړي شامل دي او دوی غوښتل په برهان خیلو سیمه کې په یوه فاتحه کې ګډون
وکړي.

د سیمې اوسیدونکي وایي، چې ددې برید له امله سیمه کې د
عامو خلکو کورونه هم زیانمن شوي او په کورونو کې د ښیښو له امله یوشمېر کسان ټپیان
شوي هم دي.

قومي مشران او ځايي خلک وایي، چې د بشري حقونو نړیوالو
ادارو او افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو د دا ډول هوايي بریدونو پر وړاندې چوپتیا
غوره کړي، په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د خپل یوه وژل شوي
سرتیري په غبرګون کې د سولې پروسه ځنډوي.

افغان حکومت تر اوسه په میدان وردګو کې د اوو تنو ملکي خلکو
د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر
په یوه اعلامیه کې دغه برید غندلی او په هېواد کې یې نظامي عملیات له هر لوري چې
وي له خلکو او خاورې سره ظلم او زیاتی بللی.

حامد کرزي هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره له ټولو
افغانانو غوښتنه کړې، چې د بین الافغاني مذاکراتو د ګړندیتوب او تقویت لپاره همغږي
شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي
چې په عملیاتو کې د ملکي افغانانو تلفات نور د منلو وړ نه دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وایي، د
وسله والو ډلو او حکومتي ځواکونو له لوري د ملکي خلکو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ
ده او باید په کمولو کې یې اړین اقدامات ترسره شي. د نوموړې په خبره په دې وروستیو
کې په وردګو، فاریاب، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې
هم ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د تاسف او اندېښنې وړ خبره ده. د اکبر په وینا
له حکومتي ځواکونو دا تمه کېږي چې د عامو افغانانو ژوند خوندي کړي، خو ددوی په
عملیاتو کې د ملکي خلکو تلفات د منلو وړ نه دي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */